چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانروسیه کې د طالبانو حکومت سفیر:افغانستان چمتو دی د شانګهای د همکاریو...

روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر:افغانستان چمتو دی د شانګهای د همکاریو سازمان سره اړیکې بیا پیل کړي

په روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر گل حسن حسن ویلي، چې افغانستان د شانګهای د همکاریو سازمان د ناظر هېواد په توګه چمتو دی خپلې اړیکې له دې سازمان سره بیا پیل کړي.

نوموړي د ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې افغان استازي به په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې چې د مسکو او بېجینګ د هڅو وروسته، د سازمان ډیری غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان فعال ګډون بیا پیل کول عملي او ممکن دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here