د کرملین ویاند اعلان کړی چې روسیه چمتو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره هر ممکن ګام د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو چارو له لارې پورته کړي.
دیمیتري پیسکوف ویلي، چې مسکو له ایران سره پرلهپسې سلا مشورې کوي، چې د هغو له ډلې یوه یې د اتومي تړون موضوع ده.
مسکو له دې مخکې د ایران پر ضد د هر ډول برید له پایلو څخه خبرداری ورکړی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سرګي ریابکوف، خبرداری ورکړی چې د ایران د اتومي تاسیساتو پر ضد هر ډول برید کولای شي د ټولې سیمې لپاره خطرناکې پایلې ولري.

