د روسیې د امنیت شورا مرستیال ډیمیتري مدودف د امریکا له لوري د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول یو ښکاره تېری بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف دی.
مدودف ټینګار کړی چې واشنګټن له دې وروسته اخلاقي او حقوقي صلاحیت نه لري چې د روسیې پر کړنو نیوکې وکړي، ځکه خپله یې د نړیوال قانون سرغړونه کړې ده.
بلخوا، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا له لوري د ترهګرۍ او د نشهیي توکو د قاچاق په تورونو تورن شوی او ټاکل شوې ده چې نن، دوشنبه، د نیویارک په یوه محکمه کې حاضر کړل شي.
دا موضوع د نړیوالو سیاسي کړیو له لوري په پراخه کچه څارل کېږي او ویل کېږي چې دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

