د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی چې مسکو به طالبانو ته د داعش خراسان څانګې پر ضد د مبارزې لپاره مرسته ورکړي.
نوموړي دا ډله د روسیې او طالبانو ګډ دښمن بللی او ویلي چې د روسیې اړوند ادارې به د دې هدف لپاره لازمه همکاري وکړي.
کابلوف همداراز څرګنده کړې چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې پرېکړه لا نهده شوې؛ خو د دواړو هېوادونو اړیکې دوام لري.
نوموړي ویلي، چې د روسیې سترې محکمې له خوا له تور نوملړ څخه د طالبانو د نوم لېرې کېدل، د پراخو همکاریو دروازې پرانیزي.
کابلوف د لویدیځ له هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا سره د همکارۍ چمتووالی هم ښودلی او ویلي چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي.

