د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د واشنګټن د هغو راپورونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې ګواکې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې بګرام هوايي اډه بېرته تر واک لاندې راولي.
زاخاروا د یوې خبري ناستې پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې امریکا په «وېرونکي، شرموونکي او وینې تویونکي» ډول له افغانستانه وتلې او دا د شل کلنې ناکامې جګړې پای و.
هغې امریکا په افغانستان کې د پوځي حضور د بیا ټینګولو په هڅه تورنه کړه او بګرام یې د امریکا لپاره «یوه زړه راښکونکې نښه» وبلله.
زاخاروا زیاته کړې: «امریکا ښه پوهېږي چې د افغانستان ولس د خپلواکۍ لپاره د ناټو ځواکونو پر وړاندې مقاومت کړی او د ګواښونو په بدل کې به خپله حاکمیت نه تسلیموي.»

