روسیې د امریکا لخوا پر وینزویلا د نن سهار وسله وال برید په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او دا برید یې غندلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د برید لپاره وړاندې شوې بهانې بې اساسه دي او د وینزویلا حاکمیت باید له هر ډول بهرني پوځي مداخلې خوندي وي.
روسیې د وینزویلا د خلکو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د لاتینې امریکا د هیوادونو د غوښتنې په اساس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې غوښتنه یې کړې.
د یادونې ده چې د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د روسیې سفارت په عادي ډول فعالیت کوي، او تر اوسه کوم روسي اتباع نه دی زیانمن شوی.

