د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلي روسیه په افغانستان کې د امریکا د پوځي تاسیساتو بیا جوړېدل او د امریکا د بګرام اډې ته بېرته ستنېدل «په بشپړه توګه د منلو وړ نه» ګڼي.
هغه زیاته کړه چې د ولسمشر ټرمپ حکومت تل غوښتنه کړې چې د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته وسپارل شي.
کابلوف د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته ویلي چې روسیه د افغانستان او یا هم د دې هېواد په ګاونډیو کې د امریکا او ناټو د پوځي اډو او بنسټونو جوړېدل، د هرې پلمې لاندې، په کلکه ردوي.
هغه د طالبانو له حکومت څخه هېله کړې چې ورته دریځ ته ژمن پاتې شي.

