د روسیې د څېړنیزې کمیټې په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې د وسلهوالو ځواکونو د عملیاتي روزنې مشر، جنرال فانیل سروروف، نن سهار په مسکو کې یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د چارواکو په وینا، چاودیدونکي مواد له مخکې په موټر کې ځای پر ځای شوي و.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې د څېړنیزې کمیټې له معلوماتو سره سم، اوکراین په دې پېښه کې لاس لري او د دغه برید په تنظیمولو تورن شوی دی.
روسي چارواکي وایي، چې د سروروف د وژنې په تړاو د څېړنو بهیر یې پیل کړی دی.


