د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت له خوا نوی ټاکل شوی سفیر گلحسن د سرطان په ۱۰مه مسکو ته رسېدلی دی.
د «تاس» خبري آژانس په وینا، گلحسن به ډېر ژر خپل رسمي دیپلوماتیک ماموریت د طالبانو حکومت د سفیر په توګه په روسیه کې پیل کړي.
گلحسن تر اوسه پورې تر ټولو لوړپوړی دیپلومات دی چې واک ته د طالبانو حکومت تر رسېدو وروسته، د افغانستان د سفارت مشري په مسکو کې پر غاړه اخلي.
هغه تر دې وړاندې په پاکستان کې د طالبانو حکومت سفیر وو.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې اعلان کړی و چې روسیې د دوی له خوا د نومول شوي سفیر ټاکنه رسماً منلې ده.

