یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانروزا اتونبایووا؛د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر سره د راستنېدونکو او اقتصادي...

روزا اتونبایووا؛د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر سره د راستنېدونکو او اقتصادي مرستو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او د هغې له مرستیال انډریکا رټواټه سره په کابل کې لیدلي دي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستې، د راستنېدونکو ستونزې او ځینې اقتصادي موضوعات څېړل شوي دي.

روزا اوتونبایوا ټینګار کړی چې د راستنېدونکو د ادغام، د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له زیانمنو سیمو سره د رسېدنې او د ګڼو کورنیو د اقتصادي ستونزو د هوارۍ لپاره د نړیوالو مرستو دوام اړین دی.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف بیا د راستنېدونکو د ادغام په موخه د ځانګړو ښارګوټو په جوړېدو کې د پراختیايي او ټولګټو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له همکارۍ مننه کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here