روان کال له امنیتي پلوه د پاکستان لپاره بد کال ګڼل شوی، چې پکې یوازې د وسله والو ضد جګړه کې ۳۸۳ افسران او سرتېري وژل شوي.
د پاکستان د پوځ ویاند یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې دوی هره ورځ د ترهګري د مخنیوي لپاره ۱۶۰ څخه زیات عملیات ترسره کوي.
نوموړي ویلي، روان کال یې بیا د ټيټيپي په ګډون ۹۲۵ وسله وال وژلي چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله لوړه شمېره ده.
نوموړي دغه راز بیا له طالبانو غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.
ارشد شریف پر پکتیکا د پاکستان بریدونو په اړه ویلي، چې دغلته ټيټيپي خپل ځایونه لري.

