د اسراییل د هوايي ځواک یوه پخواني قوماندان رن کوخاو ویلي چې د دې هېواد نظامي عملیات چې د ایران پر ضد ترسره شول، نه یوازې ایران ته یو دروند ګوزار و، بلکې د روسیې پوځي اعتبار ته هم “یو حیثیتي ګوزار” و.
رن کوخاو، د تلابيب یوې راډیو ته ویلي، چې د ایران د هوايي دفاع په سیستمونو باندې برید د دې سیستمونو نیمګړتیا ښکاره کړه او د احتمالي راتلونکو بریدونو لپاره یې د ایران توان کم کړ.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران باید د اسراییل د بریدونو پر وړاندې د دفاع په اړه فکر وکړي.
له بلې خوا ایران د غچ اخیستو خبره کوي.

