د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنگین دادفر سپنتا وایي، نږدې پنځوس کاله کېږي چې د مسکو، اسلاماباد او واشنګټن هر غږ زموږ په هېواد کې خوځښت راولي.
نوموړی زیاتوي، هر ځل واکمنان راځي او ځي، خو زموږ د اسارت ځنځیرونه پر ځای پاتې کېږي.
د نوموړي په خبره، هر ځل بیاهم خلکو ته لا زیات ظلم، ویجاړۍ او بېکورۍ ور په برخه شوې دي.
هغه دغه راز ویلي، اوس د بګرام د میدان شخړې د ټولو پام ځان ته اړولی دی.
سپنتا ټینګار کړی، چې یوازې د ولس پر ځواک، سازمان، پوهاوي، ګډې مبارزې او زغم سره کولای شو د خپلواکۍ لاره ومومو.

