شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانرندهیر جیسوال:پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندو، د افغانانو ځمکنۍ بشپړتیا ته...

رندهیر جیسوال:پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندو، د افغانانو ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال، په افغانستان کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او دا یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د ملکي تاسیساتو د ویجاړۍ لامل بللي دي.

جیسوال د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا بریدونه د پاکستان د حاکم نظام له لوري یو بل «تېری» دی، او ټینګار یې کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي.

هغه زیاته کړې، چې هند د یو خپلواک افغانستان ملاتړ کوي او پر ټولو لورو غږ کوي چې د نړیوالو اصولو درناوی وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here