د ایران د اخوندي نظام کلک مخالف او د پخواني پاچا زوی، رضا پهلوي اعلان کړی چې د “اسلامي جمهوریت” پر ضد مبارزه نوې او پرېکنده پړاو ته داخل شوې او دی ایران ته د بېرته ستنېدو لپاره عملي چمتووالی نیسي.
رضا پهلوي ویلي چې وروستي پراخ ولسي اعتراضونه د نظام پر بنسټونو مستقیم فشار زیات کړی او اوس وخت رارسېدلی چې ولسي پاڅون له بې نظمه لاریونونو منظم او هدفمند حرکت ته واوړي.
هغه له معترضانو غوښتي چې د ښارونو مرکزي او مهمې سیمې تر ولسي کنټرول لاندې راولي.
نوموړي د ایران د خلکو دوامدار حضور د اخوندي نظام لپاره «سیاسي زلزله» بللې او ویلي یې دي چې دا اعتراضونه د رهبرۍ د ګواښونو پر وړاندې د ولس ښکاره او قاطع ځواب دی.
د ده په وینا، د ولسي پاڅون انځورونه تر لوړو حکومتي کړیو رسېدلي او د نظام دننه یې ویره او ګډوډي زیاته کړې ده.
رضا پهلوي ټینګار کړی چې د اخوندي نظام د پای ته رسېدو شېبې رانږدې شوي او دی غواړي د بدلون په تاریخي شېبو کې د ایران د ولس تر څنګ په تهران کې حاضر وي.

