د ایران د مذهبي مشر علي خامنهيي د سیاسي او عقیدتي دفتر مرستیال رسول سنايي راد ویلي، چې سپاه پاسداران ډله د ایران د مذاکراتو له ډلې ملاتړ کوي.
نوموړي ویلي، سپاه پاسداران تل ګوته په ماشه دي؛ خو دا چې خبرې د حکومت پالیسي ده؛ نو دوی هم له همدې ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، نظامي ځواکونه د دیپلوماسۍ ملاتړ کوي، ترڅو وکړای شي، د ایران اهداف تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا سره د خبرو دوه پړاوه پای ته رسېدلي او ټاکل شوې، چې درېیم پړاو مذاکرات د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شي.

