د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طالبانو حکومت پر مشر ملا هیبتالله اخندزاده نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو له ادرسه نږدې هره میاشت د «رعیت» لپاره د استنجا او استنشاق د طریقې په اړه فرمانونه صادرېږي، خو کله چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر حریم او خاورې سلګونه بریدونه او تېري کېږي، نه کوم غږ پورته کېږي او نه هم کومه فتوا صادریږي.
ښاغلي نبیل ویلي، دا هغه خاوره ده چې طالبان یې «دارالاسلام» او «دارالاماره» بولي، خو د هغې پر وړاندې د بهرنیو بریدونو په اړه د طالبانو چوپتیا د خلکو لپاره جدي پوښتنې راولاړوي.
د هغه په وینا، دا «معناداره سکوت» د افغانستان د خلکو مخې ته یوه اساسي پوښتنه ږدي:
څنګه ممکنه ده چې د «رعیت» د ژوند په وړو او شخصي چارو کې فرمانونه صادر شي، خو د هېواد پر حاکمیت او خاورې د تېري پر وړاندې حتی یو روښانه دریځ هم و نه نیول شي؟.
انجینیر نبیل خبرداری ورکړی چې افغانستان مخکې هم د همدې تکفیري ادبیاتو او د «دارالکفر» او «دارالحرب» په نوم په کنډوالو بدل شوی و.
د افغانستان د دغه پخواني لوړ پوړي امنیتي چارواکي په خبره، اوس دا وېره شته چې د هېواد پاتې شوني به دا ځل د «دارالخوارج» تر نوم لاندې او د همدې خطرناک منطق له مخې بیا قرباني شي.
هغه د وضعیت یو بل «تریخ تناقض» ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «کله چې یې په ګټه وه، هغه یې امیرالمؤمنین باله، خو نن هماغه کس په اسانه د خوارجو مشر او د اهل فتنې په نوم یادېږي.»
نبیل زیاته کړې چې ښايي وخت راغلی وي چې طالبان هم لږ تم شي او فکر وکړي چې څنګه د دین په نوم ذهنونه مغشوش او حقیقتونه ناسم وړاندې شوي دي.
د هغه په وینا، اساسي حل لاره دا ده چې طالبان باید له «رعیت» څخه تېر شي او «ملت» ته مخه کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې هغه هېواد چې خلک یې رعیت وبلل شي، نه به تلپاتې امنیت ولري او نه به روښانه راتلونکی؛ خو هغه هېواد چې خلک یې ملت وي، بیا به دومره اسانه د تکفیر د فتواوو او د ورانولو د سیاست قرباني نه شي.

