دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستانرحمت الله نبیل:پاکستان د داعش په روزلو سره هم پر طالبانو فشار...

رحمت الله نبیل:پاکستان د داعش په روزلو سره هم پر طالبانو فشار راوړي او هم له امریکا امتیاز اخلي

د پاکستان له لوري امریکا ته د کابل پر نړیوال هوایي ډګر د برید طراح د سپارلو په اړه د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل لیکلي، دا چاره ثابتوي، چې د افراطي ډلو مدیریت او دوی ته جهت ورکول د پاکستان پټې سټراتیژۍ دي.

نبیل ویلي، له سړې جګړې وروسته پاکستان د نیابتي جګړو د اجارې اخیستلو له پالیسي څخه د یوې سترې عایداتي سرچینې په توګه ګټه پورته کړې.

د هغه په خبره، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا راوستلو پاکستان ته کومه ګټه ونه کړه او دوی دا اړتیا حس کړه، چې په سیمه کې یوه نوې جبهه پرانیزي.

نوموړی وایي، پاکستان د داعش مرکزونو په ایجاد سره غواړي له یو لوري له امریکا څخه امتیاز واخلي او له بل لوري پر طالبانو فشار راوړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here