د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د لوږې په اړه د ملاهبت الله اخوندزاده خبرې استخباراتي بللې او ویلي یې دي، چې هغه د خلکو د غږ خاموشولو هڅه کوي.
ښاغلي نبیل نوموړی تورن کړی، چې عدالت نه پلي کوي او قدرت کې د پاتې کېدو لپاره د نظام د استحکام هڅه کوي.
نوموړي ویلي، د هبت الله دا څرګندونې له دین سره ټکر کې دي او دوی نه یوازې دا، چې د دین استازي نه دي، بلکې د استخباراتي کړیو لاسپوڅي هم دي.
د یادونې ده چې د اختر په غږیز پیغام کې ملاهبت الله ویلي وو، چې فقر د الله له لوري دی او باید صبر پرې وشي.

