د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل، ادعا کړې چې د اسرائیل استخباراتي ادارې (موساد) له کلونو راهیسې د ایران د امنیتي، پوځي او هستهیي بنسټونو تر ټولو ژورو برخو ته نفوذ کړی او پیچلي عملیات یې له داخلې همکارۍ پرته ناشوني وو.
نبیل لیکلي، له هدفي وژنو نیولې تر سندونو غلا او ډرون بریدونو پورې د ایران امنیتي سیسټمونه بېوسه کړی شوي؛ خو د دې پر ځای چې عاملان وپیژندل شي، رژیم بېدفاع افغان کډوال قرباني کوي.
نوموړی څرګندوي چې په وروستیو کلونو کې لسګونه افغان کارګر، له کومو شواهدو پرته، د جاسوسۍ په تور نیول شوي او لږ تر لږه درې تنه یې په پټه اعدام شوي دي.
د هغه په خبره، دا هغه کسان وو چې نه یې د اوسېدو کارت درلود، نه یې اسنادو ته لاسرسی درلود، بلکې یوازې د “لهجې” یا “شکل” له امله تورن شوي.

