دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ ویلي، چې د افغانستان خپلواکي یوازې د اماني فکر په دوام کې خوندي پاتې کېدای شي.
هغه ویلي غازي امان الله خان د اساسي قانون، د بیان او فکر ازادۍ، د ښځو او سړیو د تعلیم او د سواد د پراختیا له لارې د خپلواکۍ ریښتینی بنسټ کېښود.
نوموړي زیاته کړې:«اوسنی حاکم فکر د اماني فکر ضد دی، د نجونو مکتبونه تړل شوي، د هلکانو پر تعلیم محدودیتونه دي، اساسي قانون کفر ګڼل کېږي او د حکومت مشران له نړیوالو سفرونو هم بې واکه دي.»
هغه ټینګار کړی چې د غازي نوم او ملي بیرغ سره حساسیت د جهالت ښکاره نښه ده او زیاته کړې یې ده چې په دې پېر کې پرته له علم او ټیکنالوژۍ، نه، خپلواکي ګټل کېږي او نه ساتل کېږي.

