د ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبیل د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پوسټ خپور کړی.
نبیل په خپل پیغام کې لیکلي:«د پاکستان د لومړي وزیر له دې کاپي-پېسټ پوسټ څخه څرګنده شوه چې پاکستان یو ځل بیا، لکه څنګه چې خواجه آصف ویلي وو، په خپله خوښه ځان داسې حالت ته رسولی چې د ‘تشناب کاغذ’ په څېر ترې کار اخیستل کېږي او ترې واخیستل شو.»
د یادونې ده چې رحمت الله نبیل دا څرګندونې په اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بې پایلې پای ته رسېدو وروسته کړي دي.

