د ملي امنیت پخوانی رییس رحمتالله نبیل وايي، د هند د کونسلګرۍ د ممکنه بیا پرانیستلو او د ډهلي–کندهار ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل احتمال د افغانستان په جنوب کې د تازه بدلونونو مهم اړخونه بلل کېږي.
د هغه په وینا، که دغه ګامونه عملي شي، د سیمې د مهمو لوبغاړو هغه پټې ستراتېژیکې هڅې بربنډوي چې د سیاسي، اقتصادي او استخباراتي نفوذ د پراخولو لپاره یې روانې کړې دي.
نبیل زیاتوي، دا تحرکات د چابهار بندر په ګډون مهم سوداګریز مسیرونه فعالوي او په ځانګړي ډول پاکستان ته د اندېښنو سبب ګرځي.
نوموړی وايي، د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې، چې د پاکستان د سند ایالت او سیمهییزو امنیتي مسایلو په اړه وې، په اسلامآباد کې د لا زیاتو اندېښنو د رامنځته کېدو لامل شوي دي.
هغه ویلي، پاکستان نوره هم وېره لري چې ښايي د بلوچستان او خیبرپښتونخوا تر څنګ د سند په نوم یوه بله جبهه هم فعاله شي.
نبیل باور لري چې اسلامآباد په اوسنیو شرایطو کې د خپلو امنیتي محاسبو په بیا کتنه بوخت دی، ځکه د افغانستان جنوب یې د اوږدې مودې لپاره د نفوذ یوه مهمه حوزه بلل شوې ده.
د نبیل په وینا، له ژئوپولیټیک اړخه دا پرمختګونه ښيي چې سیمهییز او نړیوال ځواکونه هڅه کوي په افغانستان کې د نفوذ لپاره خپل حضور پیاوړی کړي او ځانونه د جګړو وروسته د هېواد په سیاسي–اقتصادي جوړښت کې د مهمو لوبغاړو په توګه تثبیت کړي.
هغه زیاتوي چې یادې هڅې کولی شي د چین او امریکا ستراتېژیک حسابونه هم بدل کړي.

