د اکسیوس خبریال بارک راوید د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر استازي، جرد کوشنر او سټیو ویتکاف، د شنبې په ورځ د سنتکام له سمندري قومندان ادمیرال براډ کوپر سره یوځای، د امریکا د جنګي بېړۍ یواېساېس آبراهام لینکلن څخه لیدنه کړې ده.
یاده بېړۍ دا مهال د عربي سمندر په سیمه کې، د ایران له پولو نه په نسبتاً نږدې واټن کې ځای پر ځای شوې ده.
د راپور له مخې، تمه ده چې د آبراهام لینکلن جنګي بحري بېړۍ او د هغې جنګي ډله، که چېرې په راتلونکي کې د امریکا له لوري پر ایران کوم احتمالي پوځي برید ترسره شي، مخکښ رول ولوبوي.
دا لیدنه چې د ایران سره د خبرو له ترسره کېدو یوازې یوه ورځ وروسته شوې، تهران ته یو څرګند سیاسي او پوځي پیغام بلل کېږي؛ دا چې که مذاکرات ناکام شي، واشنګټن د فشار او اقدام نور انتخابونه هم په لاس کې لري.

