شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهراپورونه:علي خامنه‌ای د احتمالي امریکایي برید له وېرې پټ ځای ته لېږدول...

راپورونه:علي خامنه‌ای د احتمالي امریکایي برید له وېرې پټ ځای ته لېږدول شوی

راپورونه وایي، چې د امریکا د احتمالي برید د زیات شوي ګواښ له ارزونې وروسته، د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای په تهران کې یو ځانګړي او ځمک‌لاندې پناه‌ځای ته انتقال شوی دی.

ویل کېږي دا پناه‌ځای له یو بل سره نښتي تونلونه لري.

د راپور له مخې، د خامنه‌ای درېیم زوی مسعود خامنه‌ای د هغه د ورځنیو دفتري چارو مسوولیت پر غاړه اخیستی او بل زوی یې مجتبی خامنه‌ای له حکومتي چارواکو سره اړیکې ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې د امریکا له‌خوا پر ایران د احتمالي برید په اړه اوازې زیاتې شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here