د اسرائیلي سرچینو په خبره، په وروستیو حملو کې د ایران د حکومت څو لوړپوړي چارواکي په نښه شوي، چې په دې کې د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي او ولسمشر مسعود پزشکیان شامل دي.
همدارنګه، د اسرائیلي ارزیابیو له مخې، محمد پاکپور، د سپاه پاسداران نوی ټاکل شوی قومندان، په دې حملو کې وژل شوی دی.
تر دې دمه د دغو راپورونو رسمي تایید نه دی شوی، خو د اسرائیل د امنیتي سرچینو په وینا بریدونه د ایران د لوړپوړو نظامي او حکومتي مرکزونو پر ضد ترسره شوي دي.

