د ایرنا د راپور له مخې، ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز په رسمي ډول رد کړی او خپل بدیل دریځ یې د پاکستان له لارې وړاندې کړی دی.
د راپور پر بنسټ، د ایران ځواب چې په ۱۰ مادو کې ترتیب شوی، اوربند نه مني او پر دې ټینګار کوي چې جګړه باید د ایران د شرایطو او ملاحظاتو په رڼا کې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.
سرچینې وايي، تهران په خپل وړاندیز کې د سیمې د ټولو شخړو پای، د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ لپاره ځانګړی میکانېزم، د جګړې له امله د زیانمنو سیمو بیا رغونه او د نړیوالو بندیزونو لرې کول اساسي شرطونه ګرځولي دي.

