د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې مشر، رافایل گروسي ويلي، چې د امريکايي هوايي بريدونو وروسته، د ایران شاوخوا ۴۰۰ کيلوګرامه غنيشوي يورانيم لادرکه دي.
هغه فاکس نیوز ته ويلي، ايران ادعا کړې چې دغه مواد يې د خونديتوب لپاره انتقال کړي؛ خو آژانس یې د ځای په اړه معلومات نه لري.
ګروسي زياته کړه چې د نطنز تاسيسات سخت زيانمن شوي او اصفهان ته هم تاوان رسېدلی؛ خو تر اوسه د مستقيمو څارنو اجازه نه ده ورکړل شوې.

