دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانراشد خان؛د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره د ۲۵۰ زره یورو د مرستو...

راشد خان؛د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره د ۲۵۰ زره یورو د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره تر اوسه ۷۶ زره او ۴۸۱ یورو راټول کړي او غواړي دغه مرسته تر ۲۵۰ زره یورو ورسوي.

نوموړي د ګوفنډ می له لارې د مرستو کمپاین پیل کړی او ویلي یې دي چې راټولې شوې مرستې به د خان بنسټ له لارې په مستقیم ډول زلزله‌ځپلو کورنیو ته د درملنې، خوړو، سرپناه او کورونو د بیارغونې لپاره ولګول شي.

راشد خان تر دې وړاندې هم د هرات، فراه، بادغیس، پکتیا، پکتیکا او خوست د زلزله‌ځپلو لپاره مرستې راټولې کړې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here