شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانراشد خان؛د بې‌وزلو د ملاتړ لپاره د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ...

راشد خان؛د بې‌وزلو د ملاتړ لپاره د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانیست

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په هالنډ کې د «خان فاونډېشن» په نوم خیریه بنسټ پرانیست.

د دې بنسټ موخه د بې‌وزلو کورنیو لپاره روغتیايي خدمتونو پراختیا، د زده کړو ملاتړ او عاجلې مرستې دي.

راشد خان د پرانستې په مراسمو کې ویلي چې د خپلې مور د ناروغۍ له تجربې وروسته یې پرېکړه کړې چې د افغانستان په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د کمښت ستونزه راکمه کړي.

په مراسمو کې د کریکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي ابراهیم ځدران او نورو پېژندل شویو څېرو هم ګډون درلود.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here