سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:۲۰۲۵ کال ۱۸۱ زره امنیتي ځواکونه روزل شوي

ذبیح الله مجاهد:۲۰۲۵ کال ۱۸۱ زره امنیتي ځواکونه روزل شوي

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې تېر کال د «اسلامي امارت» د دفاع وزارت له لوري د امنیتي ځواکونو د مسلکي‌کولو په برخه کې بې‌ساری پرمختګ شوی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې د یو کال په موده کې ۱۸۱ زره او ۸۴ تنه امنیتي ځواکونه روزل شوي، چې دا د ملي امنیت د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د هغه په وینا، د همدې پروګرامونو په ترڅ کې ۱۰۰ زره او ۳۰۰ پولیس د امنیتي، جنايي، سرحدي، لوژستیکي او نورو تخصصي برخو کې له مسلکي روزنې وروسته فارغ شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here