د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې تېر ۲۰۴۵ کال له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته شاوخوا ۲ میلیونه او ۸ سوه زره (۲۸۰۰۰۰۰) افغان کډوال راستانه شوي دي.
نوموړي ویلي، چې د راستنېدونکو د هرکلي، ثبت او ځای پر ځای کولو بهیر ښه مدیریت شوی او ډېری راستانه شوي کسان په بېلابېلو سیمو کې په منظم ډول ځای پر ځای شوي دي.
د طالبانو حکومت ټینګار کوي، چې د کډوالو د راستنېدو بهیر به په منظم ډول دوام ولري او هڅه کوي تر څو راستانه شوي افغانان د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو برخمن شي.

