د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه نن (چهارشنبه، ۲۷ حمل) په کابل کې جوړیږي.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې په دې ناسته کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د حل لارې او د دواړو هیوادونو د سرحدي سیمو د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه بحث وشي.
د نوموړي په وینا، د پاکستاني پلاوي مشري به د دغه هېواد د افغانستان لپاره ځانګړی استازی، محمد صادق خان، او د افغان پلاوي مشري به د ملي دفاع وزارت مرستیال، عبدالقیوم ذاکر، پر غاړه ولري.

