د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، ویلي چې بیګانۍ زلزلې په بلخ، سمنګانو او بغلان ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي چې دوی پرې د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې.
نوموړي د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره د بېړنۍ روغتیا او د کورنیو لپاره د جمیل صبر دعا کړې ده.
مجاهد زیاتوي چې د «اسلامي امارت» اړوند ټول مسؤلین او ادارې په کار بوختې دي، څو د خلکو مرستې او د هغوی اړتیاوې په خپل وخت ور ورسوي.

