د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د العربیه له انګلیسي څانګې سره په مرکه کې د پاکستان هغه ادعاوې ناسمې وبللې چې ګواکې په افغانستان کې وسلهوالې ډلې حضور لري.
نوموړي ویلي، پاکستان د افغانستان خاوره او هوايي حریم نقض کړی او وروستي هوايي بریدونه یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.
مجاهد ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلهوال په افغانستان کې حضور نه لري.
هغه اسلاماباد تورن کړی چې د ملکي وګړو په نښه کولو ترڅنګ د داعش-خراسان غړو ته خوندي پناهځایونه برابروي.
مجاهد زیاته کړې، کابل به د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته پوځي ځواب ورکړي او د هېواد له حاکمیت او خاورې څخه دفاع ته به لومړیتوب ورکړي.

