د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې رد کړې او هغه یې بېاساسه بللې دي.
مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو خبرو ته ارزښت نه ورکوي او “اسلامي امارت” یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت او خاورې دفاع ته ژمن دی.
هغه ادعا کړې چې د اسلاماباد ځینې چارواکي د کابل پر ضد ناسم تبلیغات او بېبنسټه تورونه خپروي، څو د افغانستان پر وړاندې منفي فضا رامنځته کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحدي او سیاسي مسایلو لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي، خو د طالبانو حکومت وایي د سیمې ثبات د متقابل تورونو پر ځای په رښتینې همکارۍ کې نغښتی دی.

