د طالبانو حکومت وياند ذبیحالله مجاهد وايي چې له پاکستاني لوري سره په استانبول کې د مذاکراتو درېيم پړاو روان دی؛ خو له بده مرغه نن مازيګر د سپين بولدک په اړخ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ډزې بيا پيل شوې چې خلکو ته یې اندېښنې پيدا کړې دي.
مجاهد ټینګار کړی چې د مذاکراتي ټيم د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنيوي په هدف د «اسلامي امارت» ځواکونو تراوسه هېڅ پوځي غبرګون نه دی ښودلی.
نوموړي زياته کړې چې د مذاکراتو په تېره ناسته کې د اوربند د غځېدو او د کوم ډول سرغړونې نه کولو هوکړه شوې وه.

