د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له سفر څخه راستون شوی او اوس په خپل هیواد کې دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وویل چې سراج الدین حقاني ته یې د لسو ورځو لپاره معافیت ورکړی و چې د عمرې حج ادا کړي.
د یادونې ده چې عربستان ته تر تګ وړاندې سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و او ددغه هېواد له مشر سره یې کتلي و.

