شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:د ټي‌ټي‌پي او پاکستان ترمنځ ستونزه د «اسلامي امارت» له...

ذبیح الله مجاهد:د ټي‌ټي‌پي او پاکستان ترمنځ ستونزه د «اسلامي امارت» له واکمنۍ مخکې هم روانه وه

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ټي‌ټي‌پي او پاکستان ترمنځ ستونزه نوې نه ده او د «اسلامي امارت» د واکمنۍ له پیل وروسته نه ده رامنځته شوې، بلکې د ۲۰۰۲ کال راهیسې روانه ده.

مجاهد زیاته کړې چې «اسلامي امارت» هڅه کړې وه چې ټي‌ټي‌پي له پاکستان سره مستقیمو خبرو ته کېنوي، او دا پروسه تر ډېره بریده بریالۍ وه؛ خو د پاکستان پوځ د خبرو پر لاره خنډونه جوړ کړل.

هغه ټینګار کړی چې په پاکستاني پوځ کې داسې کړۍ شته چې په افغانستان کې د خپلواک حاکمیت د پیاوړتیا په ګټه نه دي او غواړي خپل نفوذ وساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here