د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، ویلي چې د امریکا هغه تورونه بېاساسه دي چې ګواکې د افغان تبعه محمود شاه حبیبي لادرکه کېدو کې د استخباراتو لوی ریاست لاس لري.
نوموړی وايي، د حبیبي د کورنۍ د عریضې له مخې پلټنې شوې؛ خو هیڅ نښه نه ده موندل شوې چې نوموړی دې د «اسلامي امارت» لهخوا نیول شوی وي.
هغه زیاته کړې، چې «اسلامي امارت» د مشروع نظام په توګه د هر نیول شوي کس حقونو ته ژمن دی او توقیفشوي کسان پر وخت عدلي ارګانونو ته سپاري.

