د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، د استخباراتو رئیس ملا عبدالحق وثیق، د دفاع او کورنیو چارو مرستیالانو قیوم ذاکر او مولوي محمد نبي عمري د شیخ هیبت الله اخوندزاده په مشرۍ په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ او د هیواد امنیتي راپور یې وړاندې کړ.
ذبېح الله مجاهد لیکلي، په دې غونډه کې شیخ هبت الله اخوندزاده د امنیتي ادارو مسولینو ته د چارو د تنظیم او د طالب وسله والو د تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه سپارښتنې کړې.
له تیرو نږدې دریو میاشتو دا لومړی ځل دی چې سراج الدین حقاني د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ غونډه کې ګډون کوي.

