جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:د خپلو شرایطو په پام کې نیولو سره امریکا سره...

ذبیح الله مجاهد:د خپلو شرایطو په پام کې نیولو سره امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو یوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چمتو دي چې د خپلو شرطونو پر اساس، له امریکا سره د بندیانو تبادله ترسره کړي.

مجاهد ویلي، دوی تمه لري چې د دغې معاملې په صورت کې به له ګوانتنامو څخه افغان زندانیان هم ازاد شي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم منلې وه، چې په دې اړه یې له امریکا سره خبرې روانې دي؛ خو ویلي یې وو، چې لا یې هم کومه پایله نه ده ورکړې.

امریکا وايي، په ګوانتنامو کې د افغان بندي محمد رحیم الافغاني او له طالبانو سره د درې امریکايي وګړو د تبادلې په اړه یې له طالبانو سره خبرې پیل کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here