د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له راتلونکې غونډې هېڅ تمه نه لري.
ښاغلي مجاهد ویلي چې د امنیت شورا خپل اغېز او ارزښت له لاسه ورکړی دی.
نوموړي ادعا کړې چې افغانستان اوس مهال د پاکستان تر فشار او تېري لاندې دی، پر ملکي وګړو بریدونه کېږي او په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو د هغه په وینا امنیت شورا یوازې پر تکراري موضوعاتو غونډې کوي او عملي پایله نه ورکوي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان باید په دغو نړیوالو غونډو کې حضور ولري؛ خو په خبره یې ملګرو ملتونو له افغانستانه دا حق اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو چې د روانې میاشتې په نهمه نیټه د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو په اړه ځانګړې ناسته ترسره کوي.

