د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې افغانستان د تبلیغاتي جګړې سره مخ دی او د ځینو لویو قدرتونو استخباراتي کړۍ د لوړو لګښتونو په وسیله هڅه کوي چې د طالبانو حکومت مثبت کارونه منفي وښيي او وضعیت د خلکو لپاره ناامیدوونکی ښکاره کړي.
ښاغلي مجاهد له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د ښځو حقوق په افغانستان کې تر بل هر وخت ښه تأمین شوي او هغه محدودیتونه چې وضع شوي، د اسلامي شریعت پر اساس دي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د امریکا د مالي مرستو بسته لا هم افغانستان ته راځي؛ خو په مقدار کې یې تغیر راغلی دی.
هغه دغه راز پاکستان هم د داعش په ملاتړ تورن کړی او ویلي چې پاکستان د مستونګ په سیمه کې داعش ته پناه ورکړې او دا ډله له همدې ځایه د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان پر ضد بریدونه تنظیموي.

