شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ متوجې نه دی او...

ذبیح الله مجاهد:د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ متوجې نه دی او د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره مو ټوله هڅه کړې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډله‌ییز امنیت سازمان د مشر څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې دوی د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره خپله ټوله هڅه کړې.

مجاهد ویلي، په دې اړه یوې ګډې مبارزې او زیاتې بودجې ته اړتیا ده.

نوموړی وایي، د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره یو طرفه ګام د پام وړ پایله نه لري.

مجاهد دغه راز زیاته کړې چې افغانستان کې ترهګرې ډلې هم حضور نه لري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ډله‌ییز امنیت سازمان مشر ایمانګلي تاسماګمبتوف ویلي وو چې د افغانستان له خاورې ګواښونه متوجې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here