چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:د افغانستان–تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې څېړنې روانې دي

ذبیح الله مجاهد:د افغانستان–تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې څېړنې روانې دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستۍ پېښې په اړه ویلي چې اړوندې ادارې د موضوع د روښانولو لپاره پراخې پلټنې کوي.

مجاهد ویلي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د نشه‌يي توکو د قاچاق یوې ډلې د پولې له لارې د موادو د انتقال هڅه کوله او له تاجک سرحدي ساتونکو سره مخامخ شوه.

د هغه په وینا، د پېښې ټول اړخونه تر ارزونې لاندې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان سرحدونه به د ناقانونه فعالیتونو لپاره ونه کارول شي او حکومت ژمن دی چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې امنیت او ثبات خوندي وساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here