د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، بګرام هوايي اډه د افغانستان برخه ده او هېڅ تړاو له بهرنیو هېوادونو نه لري.
نوموړي «العربیه» ته په مرکه کې ټینګار کړی چې افغانان د بهرنیو ځواکونو شتون نه مني او امریکا باید له افغانستان سره په منطقي او ډیپلوماټیک ډول چلند وکړي.
دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو ادعاوو په غبرګون کې شوي، چې ویلي یې و د بګرام د بېرته اخیستو په اړه خبرې روانې دي.
د طالبانو حکومت دا څرګندونې بېاساسې بللي او رد کړې دي.

