یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا...

ذبیح الله مجاهد:افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندېښنې بې‌ځایه دي

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د یو شمېر هغو هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه وبللې، چې ګواکې افغانستان کې داعش، ټي‌ټي‌پي او نورې ترهګرې ډلې شتون لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانستان کې د هیڅ هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو مخالفین نشته او هېوادونه باید په دې اړه بې‌ځایه اندېښنې ونه کړي.

د یادونې ده، چې په دې ناسته کې د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ویلي و، چې افغانستان کې لاهم ترهګرې ډلې شتون لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here