د طالبانو حکومت د اسراییلو لهخوا پر ایران وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دا بریدونه د نړیوالو اصولو، ملي حاکمیت او د ایران د خاورې د بشپړتیا پر ضد څرګنده سرغړونه بللې ده.
مجاهد ویلي چې دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د فلسطین خلک په غزه کې د اسراییلو له سختو حملو سره مخ دي.
هغه دغه راز ویلي، چې اسراییل د بشري او نړیوالو قوانینو احترام نه کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي دوام د سیمې امنیت نور هم زیانمن کړی او له ټولو اړخونو یې غوښتنه کړې چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مسؤلانه چلند وکړي او د ناامنیو مخه ونیسي.

