د طالبانو حکومت وایي، چې تېر یوه کال کې د امربالمعروف وزارت له لوري شاوخوا ۲۰ زره ښځو ته د میراث، مهر، او نورو اساسي حقونو تأمین شوی دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې هم ۱۰۰۰ ورته پېښې ثبت او حل شوي دي.
هغه ویلي، چې د درې کلونو په موده کې د یاد وزارت لخوا د پنځه زره هغو نکاحوو مخنیوی شوی، چې په کې ښځې د جبر، یا د پیسو په بدل کې، یا د هغوی د ناخوښۍ پر اساس او یا هم وړې نجونې سپین ږیرو سره واده ته اړ شوې وې.
نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې هم ۵۰۰ ورته پېښې ثبت او مخنیوی یې شوی دی.
مجاهد دغه راز ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي او د شرعي حقونو څخه د دوی د محرومولو په اړه وروستیو شپږ میاشتو کې ۱۰۰۰ داسې پېښې ثبت او حل شوې دي.
د طالبانو حکومت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له تېرو درې کالو راهیسې په هېواد کې یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او ګڼ نور بندیزونه یې هم په افغانو مېرمنو لګولي.

